طبیعي زېرمې او کانونه «لومړۍ برخه»
موجود معلومات ښیي چې موږ کافي گاز، لږ تر لږه د کورني مصرف په اندازه تېل او په لسگونو نور داسې کانونه لرو چې د ځینو ډولونو لکه لیتیم په صدور کې په نړیواله کچه پیاوړی ځای موندلی شوو. شته ارقامو ته په کتو، په ډاډ ویلی شوو چې زموږ طبیعي شتمنۍ زموږ د هیواد او ولس د راتلونکي هوسا او سوکاله ژوند اساس برابرولای شي. زموږ طبیعي شتمنۍ په داسې ډول وېشل شوي چې زموږ ملي یووالي پياوړی کوي او د نورو هیوادونو په څېر پر شتمنیو د رامنځته کېدونکو شخړو، امکان کموي.
پودکاست شماره چهاردهم به معلومات عمومی در مورد ذخایر طبیعی و معادن افغانستان اختصاص یافته است که با استخراج و استعمال درست ان میهن عزیز می تواند به سوی رفاه و آرامی گامزن شود.